انس بن مالك رضي الله عنه وایي : ځمکه هره ورځ په لس ډوله جملو سره آوازونه کوي و…

انس بن مالك رضي الله عنه وایي : ځمکه هره ورځ په لس ډوله جملو سره آوازونه کوي و…


⭕️ انس بن مالك رضي الله عنه وایي : ځمکه هره ورځ په لس ډوله جملو سره آوازونه کوي وایي چې ای د ادم زویه.!

1 – ته زما پر شا باندې
تګ راتګ کوي ، آخير راتلل به دې زما نس ته وي.

2 – ته زما پر شا باندې
ګناهونه او نافرماني کوې ؛ خو زما په نس کې به عذاب درکول شي.

3 -ـ ته زما پر شا باندې
خاندې خو زما په نس کې به وژاړې.

4 – ته زما پر شا باندې
خوشحالۍ کوې ؛ خو زما په نس کې به غمجن شې.

5 – ته زما پر شا باندې
مال جمع کوې خو زما په نس کې به پښېمانه شې.

6 – ته زما په شا کې
حرام خورې ؛ خو زما په نس کې به دې چینجیان وخوري.

7 – ته زما په شا کې
فخر او غرور کوې ؛ خو زما په نس کې به ذلیله او خوار شې.

8 – ته زما په شا کې
په خوشحالۍ او فخر تګ کوې ؛ خو زما په نس کې به غمجن پرېوزې.

9 – ته زما پر شا باندې
په رڼا کې تګ کوې ؛ خو زما په نس کې به په تیاره کې پرېوزې.

10 – ته زما پر شا باندې
د ټولیو ټولیو سره تګ کوې ؛ خو زما په نس کې به یوازې پرېوزې.

#قبر
Okasha Kandahari




Source